English | دری | پنبتو

دماشومانو دزیږون تر منځ واټن مراعتول

راپور: حمیده وزیري

په داسې حال کې چې بې وزلي په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتیږي او نړیوال سازمانونه او خیره بنسټونه وايي، د مرستو د کمېدو له امله ټولو اړمنو ته مرسته نه شي رسولی، کورنۍ د ماشوم په زېږولو کې څومره وقفه وکړي؟

ډیری افغانان دې موضوع ته پام نه کوي، یو په بل پسي ماشومان راوړي، چې ورته پاملرنه او یو شمیر دوی خوارځواکه کېږي

ډاکټران وايي، د نورمالو ولادتونو تر منځ باید لا اقل دوه کاله واټن وساتل شي

د کابل ښار اوسېدونکی آصف حیدری وايي

“د ډېرو ماشومانو درلودل په واقعیت کې سخت دي خصوصا په افغانستان کې

نوموړی چې د څلورو ماشومانو پلار دی همداراز وايي

“نه درس شته نه کوم کسب، خصوصا که نجونې وي، ځکه نجونې درس ته نه پرېښودل کېږي، نو د والدینو ژوند هم ورسره ډېر خراب وي، دلته یو شي ته هم ښه زمینه برابره نه ده، موږ په درې وخته کې یوازې یو وخت خواړه لرو

د جلال آباد ولایت اوسېدونکې زرمینه چې دپینځو ماشومانو مور ده وايي  وايي  د ژوند د ناسمو اقتصادي حالاتو له امله یوه  څلور کلنه لور یې په خوار ځواکۍ اخته شوی دی

“زما یوه  څلور کلنه لور په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی، دلته کار او بار نشته چې موږ دوی (ماشومانو) ته ښه خوراک برابر کړو، په ډېر بد وضعیت کې یو

د کاپیسا ولایت اوسېدونکی او دڅلورو ماشومانو پلار کمال بیا وایي د افغانستان اوسینو شرایطو ته په کتو هر څومره چې ماشومان کم وي، هومره یې پالنه اسانه ده او ټولنې ته سالم اولاد وړاندې کولای شي

“زما خپله څلورماشومان دي، د هر یوه تر منځ دوه کاله فاصله ده، کم ماشوم درلودل ډېر ښه وي، نه په کورنۍ ذهني فشار وي او نه په ټولنه کې د پرمختګ سبب هم ګرځي، روغتیایي ستونزې هم نه ورته پېښېږي او بل په موږ او ټولنه اقتصادي فشار هم ډېر نه واردېږي

ډاکتران ټینګار کوي، چې د کمو ماشومانو زېږول او د دوی تر منځ د واټن مراعتول نه یوازې له روغتیایي اړخه حیاتي رول لري بلکې په خبره یې د ژوند د اکثرو برخو د ستونزو مخنیوی کوي

د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکترې دیبا زمزمې  راډیو ته وویل

“په نورمال ولادت کې باید دوه کاله واټن ولري، څوک چې یو ځل په ماشومان عملیات شوي باید درې کاله واټن راولي او که د چا ماشومان په بطن کې ضایع شوی وي باید حد اقل شپږ میاشتې واټن مراعت کړي، تحقیقاتو ښودلې چې څوک چې کم ماشومان لري او د دوی تر منځ یې واټن مراعت کړی، د دوی ماشومان ښه ذهنیت لري، ښه روزل کېږي او که داسې ونه شي هم ماشومان او هم یې د مور جسمي، روحي او ذهني روغتیا باندې منفي اغیزې لري

د یادونې ده چې په افغانستان  کې دې وروستیو کلنوکې ، په دغه هیواد کې بي کاري او بې وزلي زیاته شوې او ورسره نړیوالې مرستې هم کمې شوي چې یو شمیر کورنۍ په ځانګړي ډول لويې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي

ډیری ماشومان په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي

د جنورۍ په ۲۸ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) راپور ورکړ چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به ۳ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي

اوچا د تیرې دسمبر میاشتې په ورستیو کې بیا د اندېښنې په څرګندولو ویلي و، چې سږ کال د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه چې د نفوس سمه نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اټکل له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۵،۷ میلیونه خلک ژوند کوي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې په دې شمېر کې څومره ماشومان دي

 

×