
د افغان ښځو ونډه په کرنیز سکتور کې
راپور : نورضیا نوري
افغان ښځې له پخوا راهیسې د هېواد په کرنیز سکتور کې مهم رول لري. دوی د کښت له لومړیو پړاوونو څخه تر حاصلاتو راټولولو لکه زعفرانو، مالوچو او وچو مېوو په پروسس کې فعاله ونډه لري. سره له دې، د تخنیکي، ټولنیزو او اقتصادي بندیزونو له امله، لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي
د ښځو ونډه په کرنیز سکتور کې: افغان ښځې، په ځانګړي ډول د کلیو او بانډو اوسېدونکې، د کرنې له لومړیو پړاوونو څخه تر حاصلاتو راټولولو، پروسس او بازار ته د محصولاتو وړاندې کولو پورې مهمه ونډه لري
مریم رسولي، د هرات زعفرانو کارکوونکې: «موږ له څو کلونو راهیسې د زعفرانو کرل پیل کړي دي. ښځې له کرکېلې نیولې تر حاصلاتو ټولولو پورې زحمت باسي. که میکانیزه وسایل ولرو، کولی شو حاصلات زیات کړو او بهر ته یې لا ډېر صادر کړو
لطیفه قاسمي، د کابل د وچې مېوې د پروسس فابریکې کارکوونکې: «موږ دلته د وچې مېوې پروسس کوو، او ډېری کارکوونکې ښځې دي. خو د بستهبندۍ لپاره لازم وسایل نهلرو. که وسایل برابر شي، محصولات به مو نور هم لوړ کیفیت ومومي
سلما نظامي، د پروان ولایت بڼواله: «موږ دلته مېوې تولیدوو، خو د اوبو لګولو سیستم نهلرو. که دا ستونزه حل شي، حاصلات مو څو چنده کېږي. له دې پرته، بازار ته لاسرسی محدود دی. که موږ ته د بازار موندنې لارښوونه وشي، محصولات به مو ډېر وپلورل شي
تخنیکي او ټولنیزې ستونزې: سره له دې چې ښځې د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس په برخه کې بنسټیز رول لري، خو لا هم له تخنیکي او ټولنیزو بندیزونو سره مخامخ دي
تانیا عنایت، د کرنې برخې شنونکې، وايي
«افغان ښځې، په ځانګړي ډول کلیوالي مېرمنې، د کرنې له تخمونو کرلو تر حاصلاتو ټولولو پورې مهمه ونډه لري. خو د کرنيزو ځمکو نشتوالی، مالي سرچینو بندیزونه، د عصري وسایلو کمښت او د بازارونو نهشتون، هغه ستونزې دي چې د ښځو فعالیت یې له خنډ سره مخ کړی دی. د دې ستونزو د هوارۍ لپاره باید ښځو ته مسلکي زدهکړې، کرنیزې ځمکې، عصري وسایل او مالي ملاتړ برابر شي. د مالي صندوقونو جوړول، د قرضو ورکول، او د تخنیکي زدهکړو پروګرامونه د ښځو اقتصادي ونډه پیاوړې کولی شي
خانجان الکوزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی، وايي
«په افغانستان کې کرنه لا هم سنتي بڼه لري. ډېری ښځې د حاصلاتو راټولولو او پروسس کې کار کوي، خو د عصري ماشینونو نشتوالی، د دوی فعالیت محدود کړی دی. سربېره پر دې، ټولنیز محدودیتونه هم شته؛ زموږ ټولنه لا هم له عنعنوي دودونو اغېزمنه ده، او دا حالت د ښځو پرمختګ ورو کوي
الکوزي، زیاتوي
«موږ هڅه کوو چې ښځو ته د زدهکړې، بازارموندنې، عصري کرنې، او د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره مناسب شرایط برابر کړو. د ملګرو ملتونو په مرسته مو مسلکي ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي، چې ښځې پکې د کرنیزو محصولاتو د پروسس، بستهبندۍ، او صادرولو عملي زدهکړه کوي
افغان میرمنې د کرنې په برخه کې د هېواد د اقتصاد اړینه ستن جوړوي. سره له دې چې د تخنیکي وسایلو نشتوالی، مالي او ټولنیز دودیز بندیزونه د دوی د پرمختګ مخه نیسي، خو که د زدهکړو، میکانیزه وسایلو، او بازارموندنې لپاره لازم فرصتونه برابر شي، هغوی کولی شي د افغانستان کرنیز سکتور ته پراختیا ورکړي او اقتصادي وده چټکه کړي