English | دری | پنبتو

د افغان ښځو په ژوند د ناوړه کلتورونو اغیزې او پایلې

راپور : روهینا رجبی

کلتور د هرې ټولنې د هویت، ارزښتونو او ژوندانه د بڼې ښکارندویي کوي. خو کله چې دودیز باورونه او ناسم رواجونه د کلتور په نوم پر وګړو، په ځانګړي ډول مېرمنو منل کېږي، نو دا د ټولنې د پرمختګ لپاره ستر خنډ ګرځي. په افغانستان کې ځینې کلتوري محدودیتونه د مېرمنو پر ژوند ناوړه اغېزې لري، چې د زده کړو محرومیت، جبري ودونه، ټولنیزې بندیزونه، تاوتریخوالی او د حقونو نه پېژندل یې مهمې بېلګې دي

دغو ناسمو دودونو له کبله ډېری ښځې او نجونې ځان ته زيان رسولی او ځینې یې په رواني ستونزو اخته شوې دي. د هلمند ولایت یوه اوسېدونکې، فاطمه (مستعار نوم)، د خپل ژوند په اړه وایي: “ژوند مې د دودونو او بې ځايه کلتورونو په نوم د اور خوراک شو. ديارلس کلنه وم چې د ورور په بدو کې په زور او جبر واده شوم، د خسرګنۍ هر ډول ظلم اوستم ته مې غاړه کيښوده
فاطمه زیاتوي چې اوس د دریو ماشومانو مور ده، خو له رواني ستونزو سره مخ ده او تېرې پیښې یې په اوسني ژوند هم بدې پایلې پرېښي

د کابل یوه اوسېدونکې، نظيفه، هم د بې ځایه رواجونو ښکار ګرځېدلې او د خپل ژوند په اړه داسې وايي: “کله مو چې په کلي کې ژوند کاوه، تر شپږم ټولګي مې زده کړې وکړې. له شپږم پورته زموږ په کلي کې د زده کړو ټولګي نه وو، ځکه د کلي مشرانو پورته ټولګیو ته نجونې نه پريښودې. کله چې کډه مو ښار ته راغله ، بیا هم کورنۍ مې ماته د زده کړو اجازه رانکړه. دوی تل راته دا خبره کوله چې د کلي خلک به زموږ په اړه بد ووايي او دا یې شرم وګڼله چې لور یې ښوونځي ته لاړه شي
نظيفه وايي چې لا هم په زړه کې د زده کړو هیله لري، خو د رواجونو له کبله ورڅخه محرومه پاتې ده

په دې اړه  ارواپوهه پوهنواله کریمه دريځ وایي: “د افغانستان ښځې له کلونو راهیسې د کلتوري محدودیتونو، ټولنیزو قیوداتو او سنتي باورونو تر اغېز لاندې ژوند کوي. دا محدودیتونه، چې اکثره د ناسم ، قومي دودونو او سنتي ذهنیتونو له امله رامنځته شوي، د ښځو د تعلیم، کار، ټولنیزې ونډې، او حتی د شخصي انتخابونو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي. که څه هم اسلام ښځو ته د حقوقو، شرافت، او عدالت روښانه اصول وړاندې کړي، خو په افغاني ټولنه کې د سنتي افکارو له کبله دا حقوق تر پښو لاندې کېږي

اغلې دریځ زیاتوي: “په افغاني ټولنه کې د ښځو کار ته د شک په سترګه کتل کېږي. ډېری کورنۍ نه غواړي چې ښځې یې له کوره بهر کار وکړي، ځکه چې دا د هغوی د دودونو خلاف ګڼل کېږي. که څه هم اسلام ښځو ته د میراث حق ورکړی، خو په ډېرو کورنیو کې دا حق له هغوی اخېستل کېږي. ډېری کورنۍ نجونې دې ته اړ باسي چې له خپل میراث تېرې شي، یا یې د کورنۍ نارینه غړي د فشار له لارې د حق غوښتلو څخه منع کوي. دا حالت د ښځو اقتصادي خپلواکي سخت زیانمنوي او هغوی د مالي ناورین سره مخ کوي

په دې توګه، د ښځو پر ضد ټولنیز، کلتوري او حقوقي ظلمونه نه یوازې د هغوی فردي ازادي محدودوي، بلکې ټولنه هم له پرمختګ څخه راګرځوي

یادو ستونزو او ناسمو دودونو ډېری افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې کړي او له ډېرو کړاونو سره یې مخ کړي، تر څنګ یې د رواني ناروغیو او کورني فشار له کبله په ناسم وضعیت کې ژوند تېروي
که څه هم کلتور د خلکو د ژوندانه بڼه جوړوي، خو هغه دودونه چې د مېرمنو پرمختګ محدودوي، باید بدل شي. د پوهی لوړول، د تعلیم عامول، د ښځو د حقونو ملاتړ، او د اسلامي او انساني ارزښتونو په رڼا کې د ناسم کلتوري باورونو اصلاح، د دې ستونزو د کمولو غوره لارې دي. یوازې د ټولنې د فکر بدلون کولی شي د مېرمنو د حقوقو د ساتنې، پرمختګ او یو عادلانه ژوند ته لاره هواره کړي

×