English | دری | پنبتو

د غیر قانوني مهاجرت ستونزې او پایلې

د غیر قانوني مهاجرت ستونزې او پایلې

راپور: زینت نیازۍ

د جنګ، اقتصادي بحران، او محدودو فرصتونو له امله، هر کال زرګونه افغان ځوانان د ښه راتلونکي په هیله د غیر قانوني لارو له لارې ایران، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د سفر هڅه کوي. دا سفرونه، چې د قاچاقبرو له خوا تنظیمېږي، له ګڼو خطرونو سره مل وي. ځوانان د ژوند کولو اسانتیاوې غواړي، خو د دې خطرناک سفرونو پایلې سختې او ځوروونکې وي

په قاچاقي لارو کې ځوانان مجبوره وي چې د غرونو، دښتو او سمندري لارو له لارې سفر وکړي، چې دا سفرونه فزیکي او رواني ستونزو نه نیولی آن  د مرګ سبب کیږي

نصیر، ۲۶ کلن ځوان، چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، وايي
“ما له نیمروز څخه ایران ته د تلو هڅه وکړه. قاچاقبر موږ ته وویل چې سفر اسان دی، خو موږ شپه او ورځ د دښتو، سختې او لوږې سره مخ شو. هلته مو د اوبو او خوراک لپاره هڅه کوله، خو ډېر ځله به مو هیڅ نه موندل

مهاجرین ډېری وخت خپلې ټولې شتمنۍ خرڅوي، خو کله چې د سفر پر مهال نیول کېږي یا بېرته رد مرز کېږي، ټولې هڅې یې ضایع شي

صابر، د فاریاب ولایت اوسېدونکی، چې درې ځله رد مرز شوی، وايي
“ما درې ځله ترکیې ته د تلو هڅه وکړه، خو هر ځل مې پیسې ضایع شوې. قاچاقبرانو راته دروغ وویل، موږ ته یې تشې وعدې راکړې. اوس نه پیسې لرم، نه کار، او نه د بېرته سفر جرئت

انساني قاچاقبران د ځوانانو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي. دوی له مهاجرینو سره د انساني توکو په څېر چلند کوي. ځینې قاچاقبران مهاجرین تښتوي، شکنجه کوي، او له کورنیو یې د پیسو غوښتنه کوي

عمران، ۲۵ کلن، د لوګر ولایت اوسېدونکی، چې په ایران کې تښتول شوی و، وايي:
“قاچاقبرانو موږ ونیولو او زموږ له کورنیو یې د پیسو غوښتنه وکړه. که به چا پیسې نه ورکولې، سخت به وهل کېده. ځینو ته مو پخپلو سترګو لیدلي چې قاچاقبرانو ووژل

همدارنګه، سید حبیب، د مهاجرینو وزارت یو لوړپوړی چارواکی، وايي
“غیر قانوني مهاجرت نه یوازې فزیکي، اقتصادي او رواني زیانونه لري، بلکې دا د انساني حقونو جدي نقض دی. موږ تل هڅه کړې چې ځوانان وهڅوو چې قانوني لارې غوره کړي. له نړیوالو سازمانونو سره زموږ همکاري دوام لري، خو ځوانان باید خپله هم پوه شي چې قاچاقي لاره نه یوازې خطرناکه، بلکې ډېرې بدې پایلې لري

غیر قانوني مهاجرت د ګڼو ستونزو، خطرونو او بدبختیو لامل ګرځي. ځوانان باید له دا ډول سفرونو ځان وساتي، ځکه چې قاچاقبران د دوی د ژوند هیڅ ارزښت نه پیژني. حکومت، کورنۍ، او ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره لاس ‌په‌ کار شي، ترڅو دځوانان خپل ژوند له خطر سره مخ نه نشي

×