
د ښځو شرعي حقونه کورنۍ کې
راپور: ذکیه علیزاده
هېواد کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي، کورنۍ له لوري یې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بېبرخې شوې دي
دغو مرکه شویو ښځو او نجونو زیاته کړې چې په خپله خوښه د واده، د زدهکړو او د خپلواکه ژوند کولو په څېر حقونه نه دي ورکړل شوي
ورته وخت کې د ښځو حقونو یوشمېر فعالان وايي، سره له دې چې اسلام کې هم ښځو ته د هغوی د حقونو په ورکولو ټینګار شوی، خو ډېری کورنۍ د ناسمو دودونو له امله ښځو او نجونو ته د هغوی حقونه نه ورکوي
ديني عالمان هم په دې ټینګار کوي، چې ښځه په اسلام کې د یوه خپلواک انسان په توګه حق لري، تر څو خپل ټول شرعي حقونو تر لاسه کړي
که څه هم اسلام کې د ښځو د حقونو په ورکړې ټینګار شوی؛ خو بیا هم ډېری کورنۍ ښځې او نجونې د ژوند له خپلو لومړنیو حقونو څخه بېبرخې کړې دي
د دغو مېرمنو له ډلې چې د واده، زدهکړو او د خپلواکه ژوند کولو په څېر حقونو څخه بېبرخې شوې دي، یوه یې هم د پکتیا اوسېدونکې ۳۰ کلنه زینب ده. زینب په ۲۵ کلنۍ کې د کورنۍ په خوښه واده وکړ او اوس د دوو ماشومانو مور ده
نوموړې وايي نه یوازې دا چې په خپله خوښه یې واده نه دی کړی، بلکې د پښتني ټولنې د ناسمو رواجونو له امله یې کورنۍ زدهکړو ته هم نهده پرېښي
هغه په دې اړه وايي
«د تعلیم مې ډېر شوق درلوده، خو کومه سیمه کې موږ ژوند کاوه، هلته د تعلیم زمینه نه وه. له هغه وروسته چې کله د زدهکړو وخت راباندې تېر شو، هغه وخت مې بیا کورنۍ اجازه نهراکوله. ویل یې چې پښتانه یو شرم دی، خلک خبرې کوي، له دې وجې له ما څخه تعلیم پاتې شو. واده هم زما په خوښه نه دی شوی، د کورنۍ په خوښه مې شوی
دا یوازې زینب نه ده چې د کورنۍ له لوري یې ورڅخه حقونه اخېستل شوي دي، د نوموړې په څېر نورې ښځې او نجونې هم شته چې له دې حقونو بې برخې شوې دي
د جوزجان اوسېدونکې ۳۴ کلنه افسانه چې د اته ماشومانو مور ده، بله هغه مېرمن ده چې کورنۍ یې زدهکړو ته نه ده پرېښي او نه یې په خپله خوښه واده شوی. افسانه چې اوس د ژوند په سختو شرایطو کې شپې او ورځې سبا کوي، وايي
«اسلام چې کوم حق موږ ته راکړی، هغه ما ته نه دی راکړل شوی. ما ښوونځی نه دی لوستی، هېڅ مې د ښوونځي مخ نه دی لیدلی. اول مې غوښتل چې ویې ولولم، خو ومې نه شو کولای. اوس په کور کې ټول مسوولیت زما په غاړه دی
ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ که څه هم نجونو ته د زدهکړو حق ورکوي؛ خو بل لور د خپلې خوښې د واده یا د ژوند د ملګري د ټاکلو حق یې ورڅخه اخلي او هغه پرېکړه چې د کورنۍ له لوري نیول کېږي تر سره کېږي
د کندز د خانآباد ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۲ کلنه موره چې نیمه لوړې زدهکړې یې کړې، وايي:
«که څه هم په کورنۍ کې مې د زدهکړو حق تر لاسه کړی؛ خو په وینا یې په خپله خوښه د واده او خپلواکه توګه د ژوند کولو حق نه لرم
نوموړې زیاتوي: «یوازې یو حق ماته راکړل شوی، چې هغه هم د زدهکړو حق دی. بل په خپله خوښه د واده حق دی، چې زه هېڅ صلاحیت نه لرم، څو په خپله خوښه د خپلې خوښې کس سره واده وکړم. دا پرېکړه مې د کورنۍ له لوري نیول کېږي. زه د خپلواکه ژوند حق هم نه لرم، ځکه چې ټولې پرېکړې مې کورنۍ کوي، چې څنګه چلند وکړم، څنګه لباس واغوندم
د هرات د ګلزارې اوسېدونکې ۱۸ کلنه مروه چې لس میاشتې کېږي کوژده شوې او له خپلې کوژدې ناخوښه ده، وايي
«په کورنۍ کې مې د زدهکړو حق راکړل شو؛ خو له ما یې د کوژدې حق واخیست. زه لا ماشومه یم چې کوژده یې کړم. هغه وخت یې چې زما کوژده کوله له ما یې و نه پوښتل. ما ته یې اجازه را نه کړه، د دې لپاره چې زه وړه وم. زما نه چا پوښتنه ونه کړه
بلخوا د ښځو حقونو یوشمېر فعالان وايي، ډېری کورنۍ د ناسمو دودونو له امله ښځو او نجونو ته د هغوی حقونه نه ورکوي
د ښځو د حقونو د برخې فعاله ذکیهعاليزاده وايي
«د دې لپاره چې ښځې په خپله خوښه د واده، زدهکړو او خپلو نورو حقونو څخه برخمنې شي، افغان نارینه وو او ښځو ته په دې برخه کې په ښه توګه عامه پوهاوی ورکول کولای شي، چې اغېزمن و اوسي. کورنۍ هم په دې کې اساسي رول لري. او کورنۍ هغه وخت کولای شي اغېز ولري چې عامه پوهاوی یې تر لاسه کړی وي. او دولت ته په کار ده چې د ښځو د حقونو په برخه کې د خلکو ذهنونو ته بدلون ورکړي
ديني عالمان هم په دې ټینګار کوي، چې اسلام ښځې له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي
ديني عالم حبیبالله حسام په دې اړه وايي
«ښځه، د انسان په توګه، د ټولو اساسي حقونو مستحقه ده. څنګه چې سړی حق لري، همدا شان ښځه هم حق لري، که دا د ژوند د انتخاب مسله وي، که د کورنۍ جوړولو، که د مالي حقونو او د ملکیت لرلو، که د لوی حکومت چارې وي، او یا که اقتصادي او بنسټیز حقوق وي. په تعلیم، تربیه، او لوړو زدهکړو کې هم د ښځو حقونه د سړو په څېر دي، او هیڅ ډول توپیر پکې نشته
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت د امر بالمعروف وزارت ویلي و چې، په تېرو دریو کالونو کې یې د ښځو د حقونو په برخه کې د پينځهنيم زره اجباري وادونو مخنیوی کړی او شاوخوا د ښځو د حقونو په برخه کې یې لسزره قضیې حل و فصل کړې دي