English | دری | پنبتو

د کاري فرصتونو کمښت او پراخه بيکاري

 

راپور: عادله ستانکزۍ

د ټولنو له مهمو او جدي ستونزو څخه یوه یې بیروزګاري ده، چې نه یوازې د خلکو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي، بلکې ټولنیزې او رواني ستونزې هم رامنځته کوي. په وروستیو کلونو کې، د کاري فرصتونو کمښت او د بیروزګارۍ زیاتوالی د ګڼو عواملو له امله یوه لویه ننګونه ګرځېدلې ده او د خلکو په ژوند یې بدې اغېزې رامنځته کړي دي

د اقتصادي ودې ټیټوالی، د پانګوالو کمېدل، د نویو شرکتونو محدودیتونه، او د زده کړو او کار بازار ترمنځ نابرابری هغه عمده لاملونه دي، چې د خلکو د بیروزګارۍ کچه یې لوړه کړې ده. ځوانان، چې د ټولنې مهمه برخه جوړوي، له دې ستونزې سره ډېر مخ دي، ځکه چې د هغوی لپاره د مناسب کار موندل ستونزمن شوي دي

د کابل ښار یو تن ټکسي چلونکی عنايت الله د کار نشتون او پراخې بیروزګارۍ په هکله داسې وايي: «کار نشته. له سهار څخه چې په واټنونو او سړکونو ګرځو، ډېری سوارۍ د ربس موټر نه نیسي. خلک تر کار او بار ځایونو یا نورو برخو ته د تګ لپاره لېني موټرو څخه ګټه پورته کوي

عنايت الله زیاتوي چې د موټرو ډېروالی او د خلکو ټیټ اقتصادي وضعیت د ټکسي چلونکو پر ژوند هم بدې اغېزې کړي دي

همدارنګه، د کابل پنځمې ناحیې ترکاري پلورونکی محمد جواد وايي چې، «فقر او د کار نشتون یې ژوند ور تریخ کړی دی.» جواد زیاتوي چې مارکيټ کې ترکاري په لوړه بیه پیري خو د پلور په وخت کې د لوړې بیې له کبله خلک ورسره لانجې کوي. دی هم د خلکو ټیټ اقتصادي وضعیت په اشاري وايي چې خلکو کې د دې توان نشته چې تازه ترکارۍ واخلي

جواد وايي چې د دې ستونزو تر څنګ، ښاروالي هم پر واټنونو دوی نه پرېږدي او د خپلو لاسي کراچیو لپاره مناسب ځای نه لري. غوښتنه یې له چارواکو څخه دا وه چې د دوی لپاره مناسب ځایونه په پام کې ونیسي تر څو په ارامه زړه خپل توکي وپلوري

د نړیوال بانک تازه راپور کې راغلي چې لا هم د افغانستان اقتصادي وده کمزوره ده او پراخه بیروزګاري میلیونو کسان زیانمن کړي دي

د نړیوال بانک راپور له مخې په تیر میلادي کال کې د افغانستان سوداګریز کسر ۵۴ سلنه زیات شوی او د صادراتو کچه یې هم ۵ سلنه کمه شوې؛ خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د نړیوال بانک دغه راپور ردوي او د هېواد له واقیعتونو څخه یې لرې ګڼي

د پانګوالو تشویق، صنعتي سکتور پراختیا، د فني او مسلکي روزنیزو پروګرامونو پراخول، کرنې او سوداګرۍ پراختیا، او د دولتي پروژو پراختیا کولی شي چې د بیروزګارۍ کچه ټیټه کړي او د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو سره د خلکو ژوند له بيوزلۍ څخه راوباسي

×