English | دری | پنبتو

ولې ځوانانو کې دمطالعې دود کم شوی؟

راپور: شبنم وزیري

افغانستان هغه هېواد دی چې لا هم د مطالعې دود په کې نه دی غوړیدلی. خو د تیرو کلونو په پرتله نه یوازې دا چې کم شوی نه دی، بلکې لا هم مخ پر ځوړ روان دی


د ادب د برخې مخکښان (ادبي لیکوالان) وايي چې وروستي سیاسي بدلونونه، د عامه پوهاوي نشتوالی، اقتصادي او ټولنیز مسایل د دې لامل شوي چې ځوانان له مطالعې واټن واخلي


بل لور ته، د پوهنتون استادان بیا د مطالعې فرهنګ په دودولو کې د دولت او تعلیمي بنسټونو رول مهم یادوي


دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې کلونو جګړو، بې وزلۍ، د عامه پوهې نشتوالی، او په ځانګړې توګه وروستیو سیاسي بدلونونو او کډوالۍ تر نورو ډیره پر مطالعې منفي اغیز کړی. دغه راز په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري هم د یو شمېر کتابونو پر پیر او پلور بندیز ولګید

مطالعه چې د انسان فکري ودې او پراختیا لپاره یو مهم وسیله ده، انسان ته دنويو معلوماتو ترلاسه کولو، د افکارو پراخوالي ، او د مختلفو نظریاتو سره اشنا کولو فرصت ورکوي. خو په دې وروستیو کې د ځوانانو لېوالتیا له مطالعې سره کمه شوې ده


۲۴ کلنه کریمه چې تر لیسانس کچې یې زده کړې کړي، وايي چې پخوا یې د ناول کتابونه لوستل، خو د وروستیو سیاسي بدلونونو له کبله یې له مطالعې سره مینه کمه شوې او د پخوا په پرتله د مطالعې لپاره انګېزه نلري


کریمه له زمزمه راډیو سره په مرکه کې وايي: “ما مخکې ډېره مطالعه کوله او د ناول کتابونه مې ډېر خوښېدل، خو
له بده مرغه په دې وروستیو درې څلور کلونو کې زما مطالعه ډېره کمه شوې او ومې نشو کړای چې مطالعې ته دوام ورکړم، ځکه ما انګېزه او امید له لاسه ورکړ، تمرکز مې نه درلود چې مطالعه وکړم. مخکې مې ډېر الیکترونیکي کتابونه مطالعه کول او ډېر تمرکز مې پرې درلود

۲۶ کلنه مژګان چې د ژورنالیزم له پوهنځي فارغه شوې او اوس په یوه خصوصي ښوونیز مرکز کې ښوونکې ده، وايي چې د بوختیاوو له کبله نشي کولای د پخوا په څېر مطالعه وکړي


نوموړې که څه هم د مطالعې په ارزښت ټینګار کوي، خو زیاتوي چې پخوا یې د ارواپوهني کتابونه لوستل، خو اوس یې په اوونۍ کې یو ساعت د کتاب مطالعې ته ځانګړی کړی


مژګان له زمزمه راډیو سره په خبرو کې وايي: “زه مطالعه کوم خو ډېره کمه، ځکه د مطالعې لپاره کافی وخت نلرم. مطالعه ډېره مهمه ده، ځکه کولی شو معلومات ترلاسه کړو او د انسان د درک او فهم کچه لوړیږي. زه ډیری انګېزه ورکونکي او د ارواپوهنې کتابونه مطالعه کوم. زه په اوونۍ کې یوه ورځ مطالعې ته وخت ورکوم او د هرې اوونۍ په پای کې حتماً یو ساعت کتاب مطالعه کوم

بل لور، کابل ښار کې د یو شمېر کتاب پلورنځیو او کتابتونونو مسوولان وايي چې په دې وروستیو کې د مطالعې او د کتابونو د پلور بازار سوړ دی، او د بېلابېلو لاملونو له کبله له مطالعې سره د ځوانانو مینه کمه شوې


د کتابتون مسئول حمید حسیني چې له شاوخوا لسو کالو راهیسې په خپل کتابتون کې بېلابېل کتابونه پلوري وايي چې ډېری پیرودونکي یې ځوانان دي، خو په دې وروستیو کې کتابتون ته یې د ځوانانو ورتګ کم شوی


حسیني وايي: “زیاتره پیرودونکي مو ځوانان دي، د ارواپوهني، انګېزشي او دیني کتابونه ډېر پلورل کیږي. له کتابونو سره د خلکو مینه نه یوازې دا چې کمه شوې ده، بلکې ډېره شوې هم ده. کتاب د انسان د یوازیتوب ملګری دی او یوازینۍ ستونزه د خلکو اقتصادي مشکلات دي. کتابتونونه تل هڅه کوي چې نوي او تازه کتابونه وپلوري چې تر ډېره بریده بریالي هم دي

بل لور، ادبي لیکوالان وايي چې وروستي سیاسي بدلونونه، د عامه پوهاوي نشتوالی، اقتصادي او ټولنیز مسایل د دې لامل شوي چې د مطالعې دود ټکنی کړي
د دوی په باور، د حکومت، لیکوالانو او مسوولو بنسټونو دنده ده چې خلک د مطالعې په ارزښت پوه کړي او په دې برخه کې کار وکړي


د پښتو ژبې لیکوال طیب سکون له زمزمه راډیو سره مرکه کې وايي: “وروستي انقلاب دا مسایل رامنځته کړل چې په افغانستان کې د مطالعې د کمښت لامل شو، د پوهې کمښت دی، په افغانستان کې لوستي خلک لږ دي، عامه پوهاوي نه ده شوې چې خلک باید مطالعې ته وهڅول شي. بله خبره دا چې اقتصادي او فرهنګي مسایل هم شته چې دا د دې لامل شوی چې په افغانستان کې خلک له مطالعې نه لرې پاتې شي

د پښتو ژبې لیکوال او ژباړن، سالار خادم وايي: “عامه پوهاوي موجوده نه ده. بل د تعلیمي بنسټونو رول ډېر مهم دی. دوی باید په دې برخې کې سیمینارونه او په عین وخت کې د عامه افکارو جوړولو لپاره کار وکړي. اقتصادي او ټولنیز مسایل هم ډېر زیات تاثیر لري، او د دې لپاره عامه کتابتونونه باید ډېر شي. د دې ترڅنګ حکومت، خلک، لیکوالان، ژباړونکي، د ښوونځیو استادان باید په بشپړ ډول په دې برخه کې کار وکړي او داسې پروګرامونه باید جوړ شي چې ځوانانو ته د دنیا مثالونه ورکړل شي، ترڅو په خپله برخه کې په ټولنه کې مانا ډېر کار وکړي

د پوهنتون استادان عبدالقهار جواد او داکتر محمد اکرم عظیمي هم زیاتوي چې بې سوادي، فقر او له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخیستنه د دې لامل شوي چې د مطالعې او ځوانانو ترمنځ واټن زیات شي. دوی دغه راز د مطالعې فرهنګ په دودولو کې د تعلیمي بنسټونو رول مهم یادوي
“جګړه او بې وزلي، ټولنیزې رسنۍ د دې لامل شوي چې ځوانان له مطالعې لاس واخلي. مطالعه کولی شي انسان د فکر، عمل او موخې څښتن کړي

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې کلونو جګړو، بې وزلۍ، د عامه پوهې نشتوالی، او په ځانګړې توګه وروستیو سیاسي بدلونونو او کډوالۍ تر نورو ډېره پر مطالعې منفي اغیز کړی
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د یو شمېر کتابونو پر پیر او پلور بندیز ولګید

×